‏په خوږياڼو ولسوالۍ کې د پاکو اوبو شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل سوه.

Mar 2, 2023 - 00:10
 7
‏په خوږياڼو ولسوالۍ کې د پاکو اوبو شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل سوه.
د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور رياست وايي، د یونسیف په مالي ملاتړ د خوږياڼو ولسوالۍ د شګې او پتیرۍ کليو کې د څښلو د پاکو اوبو د شبکې رغنیزې ‏چارې تکمیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل سوه.
د کلیو بیارغونې او پراختیا رياست مسؤلين وايي، یاده شبکه د دې ریاست د اوبو رسونې برنامې په چوکاټ کې د ډاکار مؤسسې په تخنیکي او د یونسیف ادارې په مالي مرسته د‌‌ ‏۲۲۰۰ مترو په اوږدوالي د سیمې ۵۰۰ کورنیو لپاره د ۶ میاشتو په موده تکمیل سوه، چې په تطبیق سره یې يادو کورنیو ته کور په کور د څښلو پاکې اوبه برابرې سوې.
سکون راډیو