ډبلیو اف پی په ننګرهار ولایت کې سلګونو ښځو او نجونو ته د خیاطۍ زده کولو زمینه برابره کړې ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، په ننګرهار ولایت کې سلګونو ښځو او نجونو ته د خیاطۍ زده کولو زمینه برابره کړې ده.
یاد پروګرام د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۲۴ ویلي چې د دغه ولایت د بهسودو ولسوالۍ ۲۵۰ مېرمنو ته د خیاطۍ زده کولو ترڅنګ هره میاشت ۷۷۰۰ افغانۍ هم ورکول کیږي.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاتوي چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې ۵۰زره مېرمنو ته د بازار موندنې په برخه کې مهارتونه ور زده کړي دي.
ســـکون راډیــو