مدني فعال عظیم عظیمي له بنده ازاد سوی

ښاغلي عظيم عظیمي ازادي راډیو ته په یو پیغام کې یوازې دومره لیکلي چې، دی له بنده ازاد شوی خو نور جزيات يې ور نه کړل.
د استخباراتو عمومي ریاست ویاند خلیل همزار هم ازادي راډیو ته لیکلي چې نوموړی یې وخته ازاد کړی خو نېټه یې مشخصه نهکړه.
افغان مدني فعال عظیم عظیمي د جنورۍ په ۱۸مه نېټه وروسته له هغې ا ا ا ونیوه چې کابل ته د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف د تګ په غبرګون کې يې لاریون پلان کړی و.
هغه سفر بیا پر ټاکلې نېټه ترسره نهشو.
د استخباراتو عمومي ریاست چارواکي وایي، هغه یې د هېواد د امنیت د ګډوډولو په تور نیولی، خو ښاغلي عظیمي ا ا ا د دغې ادعا په اړه تر دې دمه څه نهدي ویلي.
د ښاغلي عظیمي د نیول کېدو له امله په کور دننه او بهر او ان د بشري حقونو نړیوال سازمان غبرګونونه يې پارولي و.