د ااا دفاع وزیر: د امریکا بې پیلوټه الوتکې له پاکستانه افغانستان ته راځي

Aug 28, 2022 - 18:13
 6
د ااا  دفاع وزیر: د امریکا بې پیلوټه الوتکې له پاکستانه افغانستان ته راځي

د دفاع چارسمبالي مولوي محمد یعقوب ویلي، د دوی د معلوماتو له مخې، د امریکا بې پیلوټه الوتکې له پاکستان نه افغانستان ته راننوځي، "موږ له پاکستان غواړو چې خپله خاوره زموږ پرضد ونه کاروي".

ښاغلي مجاهد -چې د ا ا ا  بنسټګر او لومړني مشر ملا محمد عمر مجاهد زوی دی – کابل کې د حساب ورکولو غونډې ته خبرو کې وویل، د افغانستان پر فضا د امریکايي بې پیلوټه الوتکو ګرځېدل پر افغانستان تېری دی چې په وینا یې، دا اندېښنه یې څو ځله له امریکايي چارواکو سره شریکه کړې ده.

" امریکایانو د وتلو په وخت کې زموږ رادار سیستم خراب کړی او له منځه وړی دی، خو زموږ معلومات ښيي چې دوی [د امریکا ډرون الوتکې] د پاکستان له لارې افغانستان ته داخلېږي او د پاکستان له فضايي حریم استفاده کوي، موږ له پاکستان غواړو چې خپله فضا زموږ پر خلاف استعمال نه کړي".

مجاهد وویل، "پاکستان یا نورو هېوادونو ته ښايي ځینو ملي خاینانو د افغانستان پوځي وسایط هغه وخت سپارلي وي چې لومړی نه تېره اداره پاتې وه او نه موږ منظم وو، چې دا په هې‍څ صورت د توجیه وړ نه دی".

دی وايي، کله چې ا ا ا پر افغانستان واکمن شول، هېڅ داسې ثبوت نه شته چې ګنې پاکستان یا کوم بل هېواد ته دې کوم پوځي شی تللی یا وړل شوی وي.

نوموړی وايي، له ازبکستان سره څو ځله خبره شوې چې د افغانستان پوځي وسایط راوسپاري، خو "دوی وايي امریکایان موږ ته اجازه نه راکوي چې دا الوتکې بېرته افغانستان ته ولېږدوو. موږ له امریکایانو سره هم خبره کړې چې دا د ملت شتمني ده، د افغانستان حق دی، باید بېرته افغانستان ته وسپارل شي او موږ له دې غوښتنې هېڅ وخت نه تېرېږو. او تر هغو مو چې له افغانستانه ایستل شوې چورلکې نه وي راوړې، کرار به نه کېنو".

څو ورځې مخکې د ا ا ا ویاند ذبیح الله مجاهد هم یوې خبري ناستې ته وویل، چې امریکایۍ الوتکې لاهم د افغانستان پر فضا ګرځي چې دا تېری باید بند شي.

نوموړي تېره پنجشنبه کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، په دې تړاو یې نیوکې له امریکایانو سره شریکې کړې دي او له هغوی یې غوښتي چې د ستونزې د حل لپاره مخامخ ا ا ا سره خبرې وکړي.

د ښاغلي مجاهد په ټکو: "د بې پيلوټه الوتکو ګرځېدل چې کله کله کېږي دقیقا دا امریکايۍ الوتکې دي، لا هم زموږ پر فضا ګرځي، دا موضوعاتو امریکایانو سره په لوړه کچه تر بحث لاندې دي، موږ دا تېری بولو چې لا هم زموږ پر فضا تېري ته دوام ورکوي."

د یادولو ده چې د امریکا حکومت له افغانستان د خپلو پوځیانو له ایستلو وروسته ویلي وو چې د هوا له لارې به د افغانستان د خاورې څارنه کوي اجازه به نه ورکوي چې څوک له افغانستانه پر امریکا یا متحدینو یې برید وکړي.

امریکا تینګار کوي چې دا موضوع د دوحې په تړون کې هم یاده شوې او ا ا ا  ورسره منلې، خو ا ا ا  وایي د دوحې تړون کې داسې هېڅ ماده نشته چې امریکایي الوتکې دې د افغانستان هوایي حریم ته داخلې شي.

د افغانستان پر هوايي حریم د امریکايي الوتکو خبره وروسته تر هغه لانجمنه شوه، چې تېره میاشت امریکا وویل، په کابل کې یې ډرون الوتکو د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري پر استوګنځي برید کړی او وژلی یې دی.

خو تېره اونۍ د ا ا ا  ویاند وویل، د دوی د څېړنو له مخې لاهم د ایمن الظواهري مړی نه دی موندل شوی، خو په اړه یې پلټنې لا هم دوام لري.