ډېر ژر به په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا ضد روغتونونه فعاله سي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، ډېر ژر به په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا ضد روغتونونه فعاله سي.
د دغه وزارت ویاند جاوېد هژیر پرون رسنیو ته وویل چې په بېلابېلو ولایتونو کې څو نړیوالو ادارو له کرونا وایروس سره د مبارزې د مرکزونو مسؤلیت په غاړه اخیستی.
'"IOM' په هرات، ننګرهار، کندهار او هلمند ولایتونو کې د څلورو روغتونو مسؤلیت منلی دی. یونېسف اعلان کړی چې په پنځو ولایتونو کې د روغتونونو تمویل په غاړه اخلي او د روغتیا نړیوال سازمان ډبلیو اېچ او هم اعلان کی چې څلور تر پنځه روغتونونه به په ځینو ولایتونو کې تمویل او مخته یوسي."
په همدې حال کې په افغانستان کې د کرونا وایروس د مثبتو پېښو د زیاتېدو خبر ورکړل سوی دی.
پرون د ۳۸ نویو پېښو راپور ورکړل سوی چې له ډلې یې یو کس مړ سوی هم دی.
د روغتیا وزارت په دې وروستیو کې وویل چې د کرونا وایروس د بدلې سوې بڼې اومیکرون د پیژندلو لپاره تجهیزات نه لري او له مرستندویه ادارو په ځانګړي توګه د روغتیا له نړیوال سازمانه یې د مرستې غوښتنه کړې ده.