کابل کې د افغانستان او ایران د سوداګرۍ د ګډې خونې څانګه پرانیستل سوه

May 30, 2022 - 19:49
 8
کابل کې د افغانستان او ایران د سوداګرۍ د ګډې خونې څانګه پرانیستل سوه

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي په کابل کې یې د افغانستان – ایران د سوداګرۍ د ګډې خونې څانګه پرانیسته.

د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خانجان الکوزي ازادي راډیو ته وویل، له دې مخکې په غیر رسمي ډول د ایران د سوداګرۍ له خونې سره اړیکې وې خو په ګڼو برخو کې د ستونزو د هواري امکانات نه وو.

هغه وویل، چې ایراني سوداګر کابل ته راغلي وو او له دوی سره یې د یادې ګډې خونې په پرانیستلو او اړوندو مسلو بحث وکړ.

الکوزي هیله وښوده، چې د افغان او ایراني سوداګرو حقوقي او تخنیکي ستونزې به د ګډې خونې په همکارۍ هوارې شي.

الکوزي ایران په سیمه کې د افغانستان تر ټولو لوی سوداګریز شریک وباله او له ایران سره یې د افغانستان د کلنۍ سوداګرۍ کچه تر دوو میلیارد ډالرو یاده کړه.