کابل کې چاودنو ۹ کسان وژلي؛ پېښې په "کلکو ټکو غندل" سوې

Apr 20, 2022 - 00:08
Apr 20, 2022 - 00:11
 7
کابل کې چاودنو ۹ کسان وژلي؛ پېښې په "کلکو ټکو غندل" سوې

د کابل ښار لویدیځ اتلسمې حوزې دشت برچي سیمه کې د غبرګو چاودنو له کبله لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي. چارواکي وايي چاودنې ځای پر ځای سویو بمونو کړې دي.

دا چاودنې ګهیځ وختي د ''عبدالرحیم شهید '' په نامه لېسه کې سوې دي.

یادې لېسې ته نژدې پر یوه تعلیمي مرکز هم د لاسي بم برید سوی.

کابل کې د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل چې دا بریدونه پر ځايي شیعه اوسېدونکو شوی، چې ۹ کسان پکې وژل سوي او ۱۹ ټپیان دي.

ښاغلي ځدراڼ وايي، ښايي د مرګژوبلې شمېر کې بدلون راسي.

له دې مخکې په کابل کې د محمد علي جناح روغتون یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، دوی ته تر اوسه څلور مړي او ۱۹ ټپیان وروړل سوي دي.

یوه عیني شاهد اې ایف پي خبري اژانس ته وویل، چاودنې داسې مهال شوې، چې زدکوونکي له ټولګیو وتل.

تر اوسه کومې ډلې د دې بریدونو مسوولیت نه دی منلی، خو اسلامي دولت نومې ډلې 'داعش ' په دې سیمه کې مخکې خونړي بریدونه کړي دي.

بي بي سي ته رسېدلو تصویرونو کې امبولانسونه لیدل کېږي چې د پېښې ځای ته رسېدلي او ټپیان لېږدوي.

په سیمه کې ځايي اوسېدونکي لیدل شوي، چې د پېښې ځای ته په چیغو منډې وهي.

د کابل لوېدیځ کې چې ډېری اوسېدونکي یې شیعه ګان دي، له دې مخکې هم خونړي بریدونه سوي دي.

په دې سیمه کې مخکې هم پر تعلیمي مرکزونو بریدونه سوي دي.