سرګي لاوروف؛ پر اوکرایین اتومي وسلې نه کاروو

Apr 19, 2022 - 21:03
 5
سرګي لاوروف؛ پر اوکرایین اتومي وسلې نه کاروو

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ويلي، روسیه پلان نه لري چې جګړه کې پر اوکرایین اتومي وسلې وکاروي.

لاوروف انډيا ټوډې چینل سره مرکه کې ویلي، "یوازې معمولي وسلې کاروي"

د لاوروف له تازه څرګندونو وړاندې د جګړې پیل کې ولادمیر پوتین امر کړی و چې د روسیې اتومي ځواکونه دې بېلابېلو برخو کې ځای پر ځای شي، د روسیې یو شمېر حکومتي کسانو هم ویلي وو چې هېواد یې په ځینو شرایطو کې د اوکرایین پر وړاندې د اتومي وسلو کارولو ته چمتو دی.

لاوروف همدا راز ویلي، د روسیې له تازه بریدونو سره چې د اوکرایین پر ختیځ یې پیل کړي جګړه یوه نوي پړاو ته داخلېږي.

د نوموړي په وینا" د اوکرایین پر خیتځ د جګړې موخه لکه پخوا چې ویل شوي وو د دونیڅک او لوهانسک جمهوریتونو په بشپړ ډول ازادول دي او دا عملیات به دوام لري."

لاوروف دا هم ویلي چې "د دې عملیاتو بل پړاو پیلېږي، زه ډاډه یم، هغه به د دې ټولو ځانګړو عملیاتونو خورا مهم پړاو وي."

له دې وړاندې د روسیې ولسمشر ولودمیر زیلینسکي د اوکرایین پر ختیځ د روسیې د تازه بریدونو خبر ورکړی و.

روسیې پرون دوشنبه د اوکرایین پر بېلابېلو ښارونو بمبارۍ وکړې، د اوکرایین ولسمشر زيلینسکي په یوه ویډیويي پیغام کې وویل‌ ''د دنباس لپاره جګړه پیل شوې. ''

د اوکرایین لوړپوړي دفاعي چارواکي په ورته مهال ویلي، روسي ځواکونو هڅه کړې، چې په سیمه کې د اوکراییني پوځ دفاعي کرښې ماتې کړي.

د کیېف په نیولو کې د روسي پوځ له پاتې راتلو وروسته پر دنباس د روسیې برید وېره څرګندېده.

په لومړي سر کې داسې ښکارېده، چې روسیه غواړي د اوکرایین لوی ښارونه ونیسي او د دې هېواد حکومت نسکور کړي.

خو د اوکراییني ځواکونو له کلک مقاومت وروسته روسي دفاعي چارواکو وویل، ''د عملیاتو لومړي پړاو کې يې په عام ډول هدفونه ترلاسه کړی دي '' ځکه یې د اوکرایین پلازمېنې له شاوخوا خپل پوځونه وایستل.

دوی له هغه وروسته دا هم وویل، چې د دنباس سیمې ''خپلواکۍ '' ته یې پام اړولی، چې ډېری اوسېدونکي یې روسي ژبي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین پر اوکرایین خپل یرغل ته د اوکرایین غیر پوځي کولو او له هغه ځایه د ''ناتزي ایزم '' له منځه وړلو عملیاتو نوم ورکړ، خو اوکرایین او متحدینو یې دا پر ګاونډي هېواد د یرغل لپاره د روسیې ولسمشر پلمه وبلله.

پر دوشنبه روسي ځواکونو کرۍ ورځ پر یو شمېر ختیځو ښارونو توغندیز او راکټي بریدونه وکړل، چې له کبله د نباس په لوهانڅک او دونیڅک کې اته ملکي کسان وژل شوي دي.