د پاکستان نوې کابینې د وفادارۍ لوړه وکړه

Apr 19, 2022 - 20:59
 4
د پاکستان نوې کابینې د وفادارۍ لوړه وکړه

د پاکستان نوې کابینې نن سې شنبه د ځانګړو مراسمو پر مهال د وفادارۍ لوړه وکړه.

نوې کابینه د سیاسي ګوندونو له متحدانو جوړه ده او داسې وخت لوړه کوي، چې د پاکستان پارلمان تېره اوونۍ شهباز شریف د نوي صدراعظم په توګه غوره کړ.

د ایالتونو د وزیرانو تر څنګ د فډرال حکومت ۳۱ وزیرانو هم چې د شریف په کابینه کې به شامل وي، د مشرانو جرګې د رئیس صادق سنجراني په وړاندې لوړه پرځای کړه.