کرېکټ: بنګله دېش افغانستان ته په ۶۱ منډو ماته ورکړه

بنګله دېش له افغانستان سره د دوو نړیوالو شل اوریزو لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه وګټله. دا لوبه د بنګله دېش په میرپور لوبغالي کې وشوه.
د لوبې پچه بنګله دېش وګټله، لومړی یې پخپله د توپوهنې پرېکړه وکړه او د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره یې افغانستان ته د ۱۵۶ منډو هدف وټاکه.
بنګله دېش لپاره لیوټن ډاس تر ټولو ډېرې (۶۰) منډې وکړې.
همدا راز حفیف حسین ۲۰ او منعم شهریار ۱۷ منډې جوړې کړې.
د افغانستان لپاره بیا توپ اچونه کې فضل الحق فاروقي او عظمت الله عمرزي د سیالي لوبډلې دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
د افغانستان د ملي لوبډلې توپوهونکو ښه ځوابي لوبه پیل نه شوه کړای او د سر څلور لوبغاړي یې د پیل پنځو اورنو کې په داسې حال کې وسوځېدل چې یوازې شل منډې یې درلودې.
دغه ټول لوبغاړي د بنګله دېش د سوکه کیڼ لاسي توپ اچونکي نثم احمد لخوا وسوځول شول.
وروسته که څه هم لوبډلمشر محمد نبي او نجیب ځدراڼ تر ۱۱م اوور ودرېدل او لوبډله یې تر ۵۷ منډو ورسوله خو د دوی ترمنځ ملګرتیا هم ډېر دوام ونه کړ.
د افغانستان ټوله لوبډله بالاخره ۱۸م اوور کې په داسې حال کې وسوځېده چې ټولټال یې ۹۴ منډې کړې وې.
د افغانستان لپاره توپوهنه کې نجیب الله ځدراڼ ۲۷، عظمت الله عمرزي ۲۰ او لوبډلمشر محمد نبي ۱۶ منډې وکړې.
تر دې مخکې د افغانستان او بنګله دېش لوبډلو تر منځ د دریو یوه ورځنیو لوبو لړۍ کې دوې بنګله دېش او یوه لوبه افغانستان وګټله.
هغه سيالي د ۲۰۲۳ کال نړيوال جام ته د لارموندې لپاره کېدې.
د افغانستان او بنګله دېش تر منځ تر اوسه لس نړیوالې یو ورځنۍ لوبې شوې دي. په دغو لوبو کې بنګله دېش شپږ او افغانستان څلور لوبې ګټلې دي.
په لومړي ځل د دواړو هېوادونو تر منځ د درو یو ورځنیو لوبو لړۍ په ۲۰۱۶ کال کې وشوه چې دوه یو د بنګله دېش په ګټه تمامه شوه.
د بنګله دېش په خپل کور په نژدې یوه لسیزه کې د یو ورځنیو لوبلړیو یوازې یوه بایللې ده.