کندهار کې د راکټ یوې مرمۍ د چاودنې له امله یو ماشوم وژل سوی او ۳ ژوبل دي

Dec 28, 2022 - 15:42
 11
کندهار کې د راکټ یوې مرمۍ د چاودنې له امله یو ماشوم وژل سوی او ۳ ژوبل دي

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د راکټ د یوې ناچاوده مرمۍ په چاودنه کې یو ماشوم وژل سوی او درې نور ټپیان سوي دي.

د ا.ا د ارغنداب د ولسوالۍ د اړیکو مسوول سید زبیر خالد وایي دغه چاودنه پرون سې شنبه د ارغنداب ولسوالۍ په جوی لاهور سیمه کې هغه مهال رامنځته سوه کله چې ماشومانو د راکټ په ناچاوده مرمۍ لوبې کولې.

د نوموړي په وینا دغه څلور واړه ماشومان د یوې کورنۍ غړي دي.

په افغانستان کې د تېرو جګړو له امله پاتې ناچاوده مهمات او ماینونه لاهم د خلکو ژوند ګواښي.