ګوتريش د جګړه ځپلو والدينو او ماشومانو په اړه اندېښمن دی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګوتریش نن د مې ۱۵مه د کورنۍ نړیواله ورځې په مناسبت په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دی لا هم د هغو والدینو او ماشومانو په اړه فکر کوي چې په خپلو وروستیو سفرونو کې یې وسره لیدلي او ژوند یې جګړې ځپلی دی.
ښاغلی ګوتریش وايي، دی به تر هغې خپلې هڅې روانې وساتي چې ټولې کورنۍ یو ځل بیا په سوله کې ژوند وکړي.
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې کورنۍ یا فامیل په کې د ژوند یو بنسټ بلل کېږي، خو د تېرو لسیزو اوږدو جګړو دا بنسټونه له ډېر زیان سره مخ کړي او ان کورنۍ یې د پاشل کېدو تر درشل رسولي.