ا ا ا : تېر يو کال کې مو صادرات او عوايد زيات سوي

Aug 31, 2022 - 10:48
 2
ا ا ا : تېر يو کال کې مو صادرات او عوايد زيات سوي

د سوداګرۍ او صنایعو او د مالیې وزارتونه په تېر یوه کال کې بهر ته په صادراتو او په کور دننه د عوایدو په راټولېدو کې د زیاتوالي خبر ورکوي.

 د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي پرون سې شنبې ملت ته د حکومت د حساب ورکولو د بهیرپه ترڅ کې وویل، افغانستان په تېر يوه کال کې د نړۍ لسو هېوادونو ته د څه باندې يو ميليارډ او ٣٦٤ ميليون ډالرو په ارزښت توکي او مواد صادرکړي دي.

د هغه په خبره تر ټولو ډېر صادرات چین او پاکستان ته شوي چې لویه برخه یې غالۍ او وچه مېوه جوړوي.

په عین حال کې د مالیې وزارت چارواکو وویل، په تېر یوه کال کې یې د ګمرکونو او مالیو راټولو له لارې ۱۳۵ میلیارډه افغانۍ عواید راټول کړي دي.