ا ا ا د افغانستان په فضا د امريکا د بې پېلوټه الوتکو د ګرځېدو خبر ورکړ

Aug 25, 2022 - 19:53
 16
ا ا ا د افغانستان په فضا د امريکا د بې پېلوټه الوتکو د ګرځېدو خبر ورکړ

د ا ا ا ویاند وايي، د افغانستان پر فضا لا هم د امریکا د متحدو ایالتونو بې پېلوټه الوتکې ګرځي او باید مخه یې ونیول شي.

ذبیح الله مجاهد نن کابل کې یوه کنفرانس ته وویل، د دغو بې پېلوټه الوتکو د ګرځېدو په باب یې له امریکايي چارواکو سره خبرې کړې دي.

د  ا ا ا ویاند دا د امریکا له‌خوا د افغانستان پر قلمرو تجاوز وباله او ویې ویل چې په کار دا لړۍ ودرول شي.

د یادونې وړ ده چې تر اوسه پورې د امریکا د حکومت له خوا د دې تور په باب څه نه‌دي ویل شوي.

د افغانستان له ځینو ولایتونو وخت ناوخت د بې پېلوټه الوتکو د ګرځېدو راپورونه ورکړل شوي، خو ا ا ا زیات مهال دغه خبرونه ردول.