هلمند عامه کتابتون کلتوري مرکز ته انتقال سوو.

Sep 27, 2023 - 20:20
 2
هلمند عامه کتابتون کلتوري مرکز ته انتقال سوو.
تېره ورځ د هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند عامه کتابتون په کلتوري مرکز کي د کتاب د مطالعې لپاره پرانیستل سو.
د بیا فعاله کېدو په دغه مراسمو کي د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی آمر مولوي سلطان محمد حنیف صاحب ، د یاد کتابتون مدير محسن عمري صاحب،ښوونکو، محصلینو،ځوانانو او د مطالعې مينوالو برخه لرل.
په پیل کي د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوي امر مولوي سلطان محمد د هلمند کتابتون د مدير هڅي او فعالیتونه د ستايني وړ وبلل او زیاته یې کړه چي یاد کتابتون تېر ته په کتو اوس مهال د هر ډول کتابونو د شتون څخه برخمن دی .
ښاغلي حنیف ځوانانو مطالعې ته وهڅول او غوښتنه یې ترې وکړه چي خپل ارزښتناک وخت دي په بېځایه کړونو نه تیروي بلکي مطالعه دي وکړي تر څو معلومات یې ډېر او لا هم قوي واوسې.
ورته مهال د هلمند کتابتون مدیر محسن عمري د رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل چي مخکي یاد کتابتون د اطلاعاتو او کلتور ریاست په ودانۍ کي موجود وو؛ دده په خبره چي هغه ځای د ډیرو مطالعه کوونکو د ظرفیت توان نه درلود نو ځکه مو یاد کتابتون ددې ریاست اړوند کلتوري مرکز ته انتقال کړ.
ښاغلي عمري زیاته کړه چي په کلتوري مرکز کي د همدې کتابتون ځای پر ځای کېدلو سره به د مطالعې مينوال په ازاد ډول سره تګ راتګ وکړي او د خپلي مطالعې سطحه به پراخه کړي .
نوموړي له ځوانانو غوښتنه وکړه چي ددې کتابتون د لا بډايني لپاره د کتابونو په راټولولو کي خپله همکاري لازیاته کړي.
یو شمېر ځوانانو تر هر څه وړاندي د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فعالیتونو ستاينه او ددې نېک ګام تود هرکلی یې وکړ او ژمنه یې وکړه چي یاد کتابتون لپاره به خپل هیڅ راز همکاري ونه سپموي .
ددوی په وینا چي موږ به ځوانان د مطالعې لپاره وهڅوو او هم به هغه کتابونه یاد کتابتون ته وسپارو چي په کور او دفترونو کي پراته وي.
د يادوني وړ ده چي یاد کتابتون کي دیني، سیاسي، ادبي، تاریخي، اقتصادي، طبي او د بېلابیلو پوهنځیو کتابونه شتون لري