د درنې واورې له کبله د سالنګ لویه لار د لویو موټرو پرمخ بنده سوه

د درنې واورې له کبله د سالنګ لویه لار د لویو موټرو پرمخ بنده سوه

له طبیعي پېښو سره د طالبانو د حکومت د مبارزې وزارت وایي، د درنې واورې له کبله د سالنګ لویه لار د لویو موټرو پرمخ بنده سوې ده.

د دې وزارت یوه چارواکي محمد امین وزیري تېر ماښام رسنیو ته وویل: "تر سبا به د دې لپاره چې توپان دی او ډېر ځای نه ترسترګو کېږي ټول باربري یا ټریلري موټر دریدلي وي، خو د مسافرو د موټرو پرمخ لاره پرانېستې ده."

تردې مخکې پرون مازدېګر مهال د سالنګونو د حفظ او مراقبت رییس عبدالله عبید خبریالانو ته ویلي و چې په جنوبي سالنګ کې سخته واوره اوري او توپان دی.

د ښاغلي عبید په وینا په سالنګ کې دوه ځایه راسې(برف کوچونه) هم راغلي دي.

د ښاغلي عبید په وینا د هغو کسانو لپاره چې په واورو کې ایسار سوې د ژغورنې عملیات روان دي، خو د ده په وینا چا ته زیان نه دی اوښتی.