ا.ا.ا: د بریتانیا پنځه وګړي د تفاهم له مخې ازاد سوي

Jun 21, 2022 - 13:45
Jun 21, 2022 - 16:26
 11
ا.ا.ا: د بریتانیا پنځه وګړي د تفاهم له مخې ازاد سوي

د ا.ا.ا حکومت وایي، د بریتانیا هغه پنځه وګړي یې د بریتانیا له حکومت سره د یوه تفاهم له مخې خوشې کړي چې څو میاشتې ور سره بندیان وو.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون دوشنبې وویل، دغه برتانوي وګړي د بریتانیا له حکومت سره له پرله پسې غونډو وروسته د یوه تفاهم له مخې تېره ورځ خوشې شول او هغه هېواد ته وسپارل شول.

مجاهد په یوه بیان کې چې په خپله ټویټرپاڼه یې خپور کړی، د شوي تفاهم په اړه نور جزییات نه دي ورکړي خو دومره یې ویلي چې دغه برتانویان شپږ میاشتې مخکې په دې خاطر نیول شوي وو، چې د افغانستان له نافذه قوانینو او د دې هېواد د خلکو د عنعناتو خلاف یې کړنې ترسره کړې وې.

مجاهد نه دي ویلي، چې دوی څه ترسره کړي و چې له امله یې څو میاشتې بندیان کړي وو.

ازادي راډیو هڅه وکړه، چې له مجاهد څخه د دې او د بریتانیا له حکومت سره د شوي تفاهم په اړه نور معلومات ترلاسه کړي خو پرله پسې تماسونو مو کومه نتیجه ورنه کړه.

بل لور ته د بریتانیا د بهرنیو چارو، کامنویلټ او پراختیا دفتر پرون دوشنبې په یوه بیان کې د طالبانو د حکومت له خوا د پنځو برتانویانو د خوشې کیدو هرکلی او د دې اقدام ستاینه کړې او ویلي یې دي چې دغو وګړو د بریتانیا له حکومت سره په افغانستان کې کار نه کاوه او دې هېواد ته د حکومت د سفر نه کولو سپارښتنه یې له پامه غورځولې وه چې دا یوه تېروتنه وه.

د بریتانیا حکومت په دغه بیان کې دغه راز ویلي، چې که دوی د افغانستان له کلتور، دودونو او قوانینونو کومه سرغړونه کړې وي، د کورنیو په استازیتوب یې بخښنه غواړي.

د طالبانو حکومت او د بریتانیا حکومت د دغو برتانویانو هویت نه دی په ډاګه کړی خو لندن مېشتي د فرونټ لاین کلب په نوم د خبریالانو یوه کلب چې د بي بي سي د پخواني کمره مین پیتر جووینلز د خلاصون لپاره کمپاین کاوه، په پنځو خوشې شویو کسانو د هغه خوشې کېدل تایید کړي دي.

د دغو برتانوي وګړو له خوشې کېدو سره هممهاله وړمه ورځ د بریتانیا حکومت وویل، چې د افغان اتباعو په شمول د هیچا ملاتړ نه کوي چې غواړي د تاوتريخوالي له لارې په افغانستان کې سياسي بدلون راولي.