ا.ا.ا : لتوانیا کې ۳میلیون جلد پاسپورتونه چاپ شوي او ژر به افغانستان ته راشي

May 25, 2022 - 17:17
 10
ا.ا.ا : لتوانیا کې ۳میلیون جلد پاسپورتونه چاپ شوي او ژر به افغانستان ته راشي

د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت عمومي ریاست وايي، د پاسپورت د کمبود ستونزې د هواري په هدف هڅې روانې دي او ټاکل شوې په نژدې ورځو کې لسګونه زره جلده پاسپورتونه کابل ته ورسیږي.

دغه ریاست د چهارشنبې په ورځ مۍ ۲۵ (غبرګولې څلورمه) ویلي چې اوس مهال د پاسپورت درې میلیون جلد په لتوانیا کې چاپ شوي او تر دوو اونیو به د ملګرو ملتونو په همکارۍ کابل ته انتقال شي.

د پاسپورت ریاست د مطبوعاتو امر شفیع الله تسل امریکا غږ ته وویل چې دغه شمېر پاسپورتونه په لتوانیا کې د یو خصوصي شرکت لخوا چاپ شوي او په خبره یې د طالبانو حکومت یې د چاپ پیسې هم ورکړي دي.

ښاغلي تسل زیاته کړه: "اوس مهال د دغه پاسپورتونو د انتقال په اړه خبرې روانې دي او ان شاءالله په ډيره کمه موده کې به دغه پاسپورتونه کابل ته انتقال شي. په دې اړه له یوناما سره خبرې شوي دي."

د پاسپورت ریاست د مطبوعاتو امر زیاته کړه چې د دغه تازه چاپ شوو پاسپورتونو له انتقال سره باید سیاسي چلند ونشي او ملګري ملتونه دې په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

ا ا ا د تیرې یوې میاشتې راپدېخوا د پاسپورت کتابچو د کموالي له امله تر ۱۵ کلنۍ پورته کسانو ته لس کلن پاسپورتونه ورکوي. دغه ریاست د مارچ ۱۸ (وري ۲۹) وویل هغه کسان چې عمرونه یې تر ۱۵ کلنۍ کښته وي کولای شي پنځه کلن پاسپورتونه تر لاسه کړي.

ا ا ا د پنځه کلن پاسپورت ورکولو باندې څه باندې ۵۰۰ افغانۍ او پر لس کلن پاسپورت باندې ۱۰۰۰۰ افغانۍ اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د څو اوونیو راپدېخوا د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د پاسپورتونو توزیع بنده شوې ده او ا ا ا یوازې په کابل کې د پاسپورتونو وېشل پیل کړي دي.

 د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت عمومي ریاست وايي چې کابل ته د پاسپورت د نوو چاپ شوو کتابچو په رسېدو سره به په ټولو ولایتونو کې د پاسپورتونو وېشلو لړۍ بیرته پيل شي.

دوې ورځې مخکې د کورنیو چارو وزارت د پاسپورت عمومي ریاست وویل چې په دې وروستیو کې یو شمېر کسانو په ګاونډیو هیوادونو کې د پاسپورتونو جعلي کتابچې چاپ کړي او د پیسو په بدل کې پر خلکو وېشي.

دغه ریاست د دوشنبې په ورځ مۍ ۲۳ (غبرګولې دوهمه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې یو شمېر کسان د استخباراتو سرتیرو لخوا په دې اړه نیول شوي او څېړنې ورڅخه روانې دي.