اروزګان کې د ۱۴ چک ډیمونو د جوړولو چارې پیل سوې

Jul 13, 2023 - 10:49
 5
اروزګان کې د ۱۴ چک ډیمونو د جوړولو چارې پیل سوې

د اروزګان ولایت ځايي چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې یې د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د پیاوړتیا لپاره یې د ۱۴ چک ډيمونو د جوړولو چارې پیل کړې دي او نږدې زره څلور زره ۳۵۷ کسانو ته د کار زمینه برابره هم سوې ده. د چارواکو په خبره، چې ددغه چک ډيمونو د روغولو چارې به په ۲۰ ورځو کې پای ته ورسیږي. د اروزګان ولایت اوسېدونکي که څه هم ددې پروژو له پیل څخه خوښ دي، خو غوښتنه کوي، چې دغه ولایت په تیرو شلو کلونو کې جګړو سخت ځپلی او باید لا ډيرې بنسټیزې پروژې پکي پیل سي.