تېرو شپږو میاشتو کې د ناچاوده توکو له امله ۹۰ تنه مړه سوي

Jul 15, 2023 - 10:00
 4
تېرو شپږو میاشتو کې د ناچاوده توکو له امله ۹۰ تنه مړه سوي

له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د ماینونو او نورو ناچاوده توکو د چاودنې له امله په هېواد کې ۹۰ کسان مړه او ۱۵۵ نور ټپيان سوي دي. د ماین پاکونې د همغږۍ او انسجام رییس وايي، لا هم د هېواد پر ۱۲ سوه کیلو متر مربع ځمکه ماینونه او نور ناچاوده توکي پاتې دي. د ماین چاودنې په یوې نوې پېښه کې په ننګرهار کې دوو ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په ورته وخت کې یو شمېر ماین پاکان وايي، هڅه کوي چې په هېواد کې پر ماینونو او ناچاوده توکو پوښلې ځمکې له ماینونو پاکې کړي.