امریکا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو وګړو صندوق د کار له تمدید ملاتړ وکړ

Feb 4, 2023 - 16:24
 2
امریکا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو وګړو صندوق د کار له تمدید ملاتړ وکړ

په ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا متحده‌ایالاتو ځانګړې استازولۍ، د یوه بل کال لپاره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د کار له تمدید ملاتړ څرګند کړی.

په دې سازمان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ پرون ناوخته یوه اعلامیه کې لیکلي، متحده‌ایالات د اسټرالیا، اتریش، بلجیم، کاناډا، هالنډ، نیوزیلنډ او انګلستان په ګډون په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د کار له تمدید ملاتړ کوي، څو دا اداره وکولای سي د افغانانو بشري او اساسي اړتیاو پوره کولو کې مرستې ته دوام ورکړي.

دې ادارې په خپله اعلامیه کې د طالبانو له‌خوا د افغان نجونو او ښځو په زده‌کړو، کار او نورو ټولنیزو برخو کې لګول سوي محدودیتونه هم غندلي او له ا.ا.ا  یې غوښتي چې دا ډول تبعیضي او ضد تولیدي تګلارې چې د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو مخه نیسي، بېرته واخلي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده‌ایالاتو د ځانګړې استازولۍ اعلامیه کې زیاته سوې، د ا.ا.ا پرېکړو لا د مخه په سوړ ژمي او دې سخت اقتصادي حالت کې د مهمو مرستو د رسولو مخه نیولې ده.

ملګرو ملتونو کې د امریکا استازولۍ په افغانستان کې د مرستو رسولو برخه کې له ښځینه کارکوونکو هم ملاتړ ښودلی، څو په خبره یې، د ښځو او نجونو په ګډون تر ټولو زیان منونکي نفوس ته بشپړ، خوندي او بې خنډه لاسرسی دوام ومومي.

سکون راډیو