انګېلا ميرکل د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې معتبره جايزه وګټله

Oct 5, 2022 - 13:19
 5
انګېلا ميرکل د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې معتبره جايزه وګټله

د جرمني پخوانۍ صدراعظمې انګېلا میرکل پرون سې شنبه، د نانسن (Nansen) په نوم د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې معتبره جایزه وګټله.

د هغې ستاینه وشوه، چې د خپل قدرت پر مهال یې د پناه غوښتونکو د خوندیتوب لپاره کلک هوډ درلود.

جرمني په ۲۰۱۵م او ۲۰۱۶م کلونو کې یو ميلیون او ۲سوه زره پناه غوښتونکو ته هرکلی ووایه.

دا په سوریه کې تر جګړې وروسته د کډوالو تر ټولو لوی بحران ګڼل کېږي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ د مېرمن میرکل جرئت او زړه سوی وستایه.

انګیلا میرکل چې ۱۶ کاله یې د جرمني رهبري کړې وویل، هغه وضعیت اروپايي ارزښتونه له ازمېښت سره مخامخ کړل او دا له بشري چارې پرته بل څه نه و.