ايران: د استوګنې د يوې ودانۍ نړېدو پېښه کې د قربانيانو شمېر ۳۷ ته ورسېد

Jun 2, 2022 - 17:11
 9
ايران: د استوګنې د يوې ودانۍ نړېدو پېښه کې د قربانيانو شمېر ۳۷ ته ورسېد

په داسې حال کې چې د ایران په بندري ښار آبدان کې د استوګنې د یوې لوړپوړیزې ودانۍ د نړېدو د پېښې د قربانیانو شمېر۳۷ ته لوړ شوی، معترضان د هغه څه په وړاندې چې دوی یې د چارواکو له لوري پراخه بې غوري او د هغوی په منځ کې اداري فساد بولي، خپل اعتراض ته دوام ورکوي.

چارواکو پرون چهارشنبې وویل چې د نړېدلې، میترو پولیس لس پوړیزې ودانۍ تر خاورو او خښتو لاندې یو بل مړی وموندل شو چې په دې سره د مړو شویو شمېر۳۷ کسانو ته ورسېد.

دغه راز ۳۷ نور کسان هم په دې پېښه کې ټپیان شوي او تر اوسه نه‌ده روښانه چې آیا نور مړي به هم تر خاورو خښتو لاندې وي، کنه.

چارواکو سیمه ییز فساد او د خوندیتوب نشتوالی د دغې ودانۍ د نړېدو اصلي لامل بللی او ویلي یې دي چې د ساختماني سرغړونو په تور تر اوسه د ښاروالانو او نورو چارواکو په شمول دیارلس کسان نیول شوي دي.