بهرنیو چارو وزارت: د ازبکستان په ترمز کې د افغانستان کنسولګرۍ د پاسپورټونو وېشلو لړۍ پیل کړه

Oct 11, 2023 - 20:31
 1
بهرنیو چارو وزارت: د ازبکستان په ترمز کې د افغانستان کنسولګرۍ د پاسپورټونو وېشلو لړۍ پیل کړه
بهرنیو چارو وزارت: د ازبکستان په ترمز کې د افغانستان کنسولګرۍ د پاسپورټونو وېشلو لړۍ پیل کړه
د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ازبکستان په ترمز ښار کې د افغانستان کنسولګرۍ کې د پاسپورټونو د وېشلو او چاپ بهیر پیل سوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال حافظ ضیااحمد تکل پرون (سه‌شنبه) ناوخته پر اېکس‌پاټه د یوه پيغام په خپرولو سره ویلي، د پاسپورټ د چاپ او وېشلو بهیر د یاد وزارت د کنسولګرۍ او جنرال کنسول په هڅو او د ازبکستان په مرسته پیل سوی دی.
سرچینې زیاته کړې، یاد وزارت هڅه کوي څو په ټوله نړۍ کې کنسولي خدمتونو د هېوادوالو قانونی لاسرسی اسانه او شونی کړي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې هم د بهرنیو چارو وزارت ایران کې افغان کډوالو لپاره د پاسپورټونو وېشلو بهیر د پيل خبر ورکړی و.