تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۱۳زره ټنه انتقالات سوي دي

Apr 8, 2023 - 17:42
 8
تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۱۳زره ټنه انتقالات سوي دي

د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره اونۍ د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ اوسپنې پټلیو له لارې ۱۱۳ زره ۵۵۱ مټریک ټنه توکي لېږدول سوي دي. په یاد توکو کې ۸۳۸۴ ټنه توکي صادر سوي، چې لویه برخه یې وچه میوه ده.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي اداره وايي دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړي او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.

سکون راډیو