سعودي رسنۍ: د پاچا سلمان د بشري مرستو مرکز افغانستان کې مرستې کړي

Feb 27, 2023 - 11:45
 3
سعودي رسنۍ: د پاچا سلمان د بشري مرستو مرکز افغانستان کې مرستې کړي

سعودي رسنۍ وايي، د دغه هېواد د پاچا سلمان د بشري مرستو مرکز په افغانستان کې د خوراکي موادو ۵۰۰ بستې ویشلي دي.

د سعودي ریاض ورځپاڼې پرون (یکشنبه) په دې اړه په راپور کې ویلي چې، دا مرستې ۳ زره سېل ځپلیو ته ورکړل سوي دي.

په راپور کې د مرستو د وېش د نېټې او ځای یادونه نه‌ده سوې.

د دې مرستو د وېش خبر داسې مهال ورکول کېږي چې، افغانستان کې مليونونه وګړي له قحطۍ سره مخ دي او د نړيوالو سازمانونو په وينا دا بحران ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دی.

سکون راډیو