جو بایډن د اوکراین او پولنډ سرحد کې له دېره امریکايي سرتېرو سره وکتل

Mar 26, 2022 - 12:14
 4
جو بایډن د اوکراین او پولنډ سرحد کې له دېره امریکايي سرتېرو سره وکتل

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن پرون د اوکراین او پولنډ په سرحد کې له دېره امریکايي سرتېرو سره وکتل.

دا په داسې حال کې ده چې مسکو ځینې داسې نښې نښانې ښودلي چې کرملېن پر اوکراین د برید له لومړنیو اهدافو په شا شوی او د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوو بېلتون‌پالو له‌خوا د سیمو پر نیولو یې تمرکز زیات کړی دی.

ولسمشر بایډن د دې ناڅاپي کتنې پر مهال له لسګونه امریکايي سرتېرو سره روغبړ وکړ.

بایډن پولنډ ته له تلو مخکې په بروکسل کې د اروپايي کمېسیون له مشرې اورزولا فن دیرلاین سره په ګډه اعلان وکړ چې اروپايي ټولنه به په روان کال کې له متحده ایالاتو څخه ۱۵ میلیارد مکعب متر طبیعي ګاز ترلاسه کړي.

اروپايي ټولنې هڅې پیل کړي چې د روسیې د ګاز پر صادراتو خپله اتکا کمه کړي.