خلیلزاد: پخواني افغان چارواکي د سولې خبرو کې جدي نه وو

Mar 1, 2022 - 21:58
 9
خلیلزاد: پخواني افغان چارواکي د سولې خبرو کې جدي نه وو

دوحه کې د امريکا او ا ا ا ترمنځ له شوي تړونه دوه کاله پوره شول. ټاکل شوې وه د دوحې تړون پر بنسټ بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي او افغانان د خپلمنځيو خبرو له لارې يوې تلپاتې سولې ته ورسېږي. بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل، خو د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې نابريالۍ ثابتې شوې.

د چارو ځينې څارونکي په افغانستان کې د جمهوري نظام د پرځېدو لامل د دوحې تړون بولي، خو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی استازی زلمی خلیلزاد دا خبره ردوي او وايي، اوکرایین کې وروستيو پرمختياو ته په کتو، شونې وه چې افغانستان کې هم د دغه هېواد مخکيني حکومت د خپلو ځواکونو او خلکو ښه مشري او مديريت کړی وای.

بي بي سي ښاغلی خلیلزاد وپوښت، پخواني افغان چارواکي ادعا لري چې ګواکې نړیوالې ټولنې او امریکا افغان دولت ګوښی او یوازې کړ، نه ګڼئ چې خبره هماغه ځایه ورانه شوه؟ نوموړی وايي:

''د افغانستان دولت کولی شوای خبرو کې پرمختګ وکړي، که څه هم یوازې د افغانستان د حکومت مسولیت نه و ا ا ا هم مسولیت درلود، خو زه د دغه څه شاهد یم چې د افغانستان حکومت تر یوه وخته د ناسم حساب له مخې نه غوښتل خبرو کې جدي واوسي، وخت وژنه يې کوله، تمه یې دا وه چې امریکا کې نوی راتلونکی حکومت به بدلې تګلارې ولري. د افغانسان حکومت کولی شوای هغه وسلې او سرتېري چې درلودل یې لا ښه وکاروي، د افغانستان حکومت کولی شوای لکه چې اوکرايین کې یې ګورو لوړ پوړو چارواکو د خلکو او پوځيانو غوره مشري کړی وای. ''

ښاغلي خلیلزاد له ا ا ا سره په میاشتو میاشتو خبرې وکړې، خو دغه تړون چې ترې وروسته دومره لوی سیاسي بدلون راغی،  ا ا ا واکمن شول او د امریکا ملاتړی حکومت وپرځېد، ایا یوه تېروتنه وه؟

ښاغلی خلیلزاد په هکله زیاتوي:

''زه فکر نه کوم چې تېروتنه دې وي، له جګړې شل کاله تېرېدل، د حکومت او د امریکا له نظره جګړه په ښه ډول پر مخ نه وه روانه، په امریکا کې پرېکړه پر دې شوه چې اړتیا ده له افغانستانه ځواکونه وایستل شي. نړۍ بدلون کړی و، نو اړتیا وه چې یوه هوکړه وشي لومړی د امریکا او ا ا ا ترمنځ او دویم د افغانانو په منځ کې، د ا ا ا او جمهوریت ترمنځ. له امریکا سره هوکړه وشوه، له حکومت سره له جمهوریت سره خبرې پیل شوې، خو د بېلابېلو او ضد او نقیض دلایلو له مخې بریالۍ نشوې. ''

د ا ا ا د اطلاعاتو او کلتور چار سمبالی وزیر ملا خیرالله خیرخواه دا ګڼي چې ګواکې د دوحې تړون د جګړی پاې شو.

ولسي افغانان د امریکا او ا ا ا پر هوکړه ویشلي، ځینې د سولې لپاره د زهرو ګوټ هم اړتیا ګڼي خو ډېر شمېر داسې کسان هم شته چې وايي د دوحې هوکړې د افغانستان د دولت بنسټونه ولړزول.

په دغه تړون کې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې هم یو مهم ټکی و.

د پرځیدلي دولت د مذاکراتي ډلګۍ یوه غړې فوزیه کوفي وايي، له امریکا سره له هوکړې وروسته ا ا ا بیخي بدل شول.

دا وايي: ''زه چې پخوا په نارسمي خبرو کې په مسکو یا قطر کې له ا ا ا سره مخ کېدم نظر یې یو څه په توپیر کې و، هغوئ دا ښودله چې دوی نرم شوي او د مسالې د حل په لټه دي، خو کله چې یې له امریکا سره تړون لاسلیک کړ او د ۲۰۲۰ په سپتمبر کې موږ ولید په چلند کې یې توپیر و او ادبیات یې دجګړې و. ''

د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ ۲۹ د امریکا او ا ا ا تر منځ هوکړه، د شاوخوا ۳۰ نړیوالو بنسټونو استازي ګډون وال وو.

د امریکا هغه مهال بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په شتوالي کې ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو له یوه مشر ملا عبدالغني بردار سره د هوکړې کاغذ لاسلیک کړ.

د تړون د لاسلیک پر ورځ د  ا ا ا د سیاسي دفتر یوه غړي وویل ''په دې کې هیڅ شک نشته چې موږ د جګړې ګټونکي یو. '