ملا عبدالغني برادر: مسلکي افغانان دې بهر ته د تلو پر ځای هېواد کې پاتې سي

د اسلامي امارت د رئیس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر له مسلکي افغانانو غوښتي چې بهر ته د تلو پر ځای په افغانستان کې پاتې شي.
ښاغلي برادر په کابل کې د ا ا ا او امریکا متحدو ایالتونو تر منځ د دوحې هوکړې دویمې کلیزې په مناسبت یوې غونډې ته وینا کې پر ځوان کول غږ وکړ، چې د تکنالوژۍ زدکړې وکړي او د نورو پر ځای د خپل هېواد لپاره کار وکړي.
نوموړي زیاته کړه:
''پر پوهو او مسلکي هېوادوالو غږ کوم، چې هېواد دې نه پرېږدي او د نورو هېوادونو پر ځای دې د خپل هېواد افغانستان ابادولو لپاره په هېواد کې پاتې شي. ''
د اسلامي امارت د رئیس الوزرا یوه بل مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د دوحې هوکړې دویمې کلیزې په مناسبت وویل، طالبان د دې هوکړې هغې برخې ته ژمن دي، چې وايي، د افغانستان خاوره به د نورو پر ضد نه کارول کېږي.
نوموړي زیاته کړه: ''موږ په عین حال کې له نورو هم د دوحې هوکړې عملي کولو غوښتنه کوو. ''
اسلامي امارت په دې مناسبت یوه اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې ''ښې او نیکې دروازې د افغانانو لپاره پرانیزي، چې د ټولو احتمالي ګواښونو مخنیوی وشي. ''
په دې اعلامیه کې له یو شمېر هېوادونو چې ''اشغالګر '' بلل شوي غوښتل شوي، چې له دې وروسته باید د متقابل درناوي پر بنسټ تعامل وکړي.
د یادونې ده، چې له دې مخکې وړمه ورځ د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم ویلي و چې افغانان دې له 'عذر ' پرته بهر ته سفر نه کوي.
نوموړي همدا راز ویلي و، هغه افغانان چې له کوم عذر پرته غواړي بهرنیو هېوادونو ته سفر وکړي، مخه به یې نیول کېږي.
اوس ښاغلي مجاهد په یوه تازه ټویټر پیغام کې د مخکینو څرګندونو وضاحت په توګه ویلي، د خبرې هدف یې یوازې په غیر قانوني توګه بهر ته د تلونکو افغانانو ممنوعیت و.
په داسې حال کې چې له نژدې شپږ میاشتو راهیسې، چې په افغانستان کې اسلامي امارت واکمن شوي، زرګونه لوستي او مسلکي افغانان له هېواده وتلي دي او یا د وتلو په حال کې دي، د طالبانو رئیس الوزار مرستیال وايي: ''که مسلکي کسان په هېواد کې پاتې شي، هم به یې عزت خوندي وي، هم به له محتاجۍ خلاص وي او هم به یې له خپل هېواد سره مرسته کړې وي. ''
له افغانستانه لسګونه زره کسان ایستل شوي دي، ځینې بیا خپله بهر ته تللي، خو لا هم داسې باور شته چې زرګونه نور غواړي له هېواده بهر ته لاړ شي.