نیوزیلنډۍ خبریاله: هېواد ته له نه پرېښودلو وروسته مې له ا ا ا مرسته وغوښته

Jan 31, 2022 - 19:50
 13
نیوزیلنډۍ خبریاله: هېواد ته له نه پرېښودلو وروسته مې له ا ا ا مرسته وغوښته

وروسته هغه چې میندوارې نیوزیلنډۍ خبریالې چارلېټ بېلز وویل چې هېواد ته د نه پرېښودلو له امله اړه شوه چې له طالبانو نه مرسته وغواړي د نیوزیلنډ حکومت د پولو د کنترول په اړه له خپلې تګلارې دفاع وکړه.

د کورونا د مخنیوي په چارو کې د حکومت وزیر کریس هپکنس ویلي ''هېواد ته د بېرته ستنېدو په اړه تګلارې په نیوزیلنډې کې ښې پایلې لرلې، د خلکو ژوند یې ژغورلی، د ناروغۍ د خپرېدو مخه یې نیولې او پر روغتیايي سیستم یې فشار کم کړی دی. ''

ښاغلی هپکنس وايي په هېواد کې د لګول شویو سختو محدودیتونو سره سره د چارلېټ بېلز په څېر کسانو لپاره چې ځانګړي شرایط لري د نرمښت ځای شه.

نوموړي ویلي چارواکو آغلې بېلز ته لارښونه کړې چې د بیړني حالت په کټګوري کې یو ځل بیا د ویزې لپاره عریضه وکړي.

د نیوزیلنډ هارالډ ورځپاڼې ته په یوه مطلب کې اغلې بېلز ویلي تېره اونۍ د نیوزیلنډ حکومت کور ته د ستندنې په اړه د هغې عریضه رد کړه.

نوموړې چې میندواره ده وايي غواړي چې نیوزیلنډ ته د خپل ماشوم د زېږولو لپاره ستنه شي.

چارلېټ بېلز ویلي له هغه مهال راهیسې چې نوموړې هڅه کوي هېواد ته ستنه شي خو د محدودیتونه له امله نه شي کولای یوه بل هېواد هم ورته د پناه ورکولو وړاندیز کړی دی.

آغلې بېلز واده نه دی کړی او تېرکال له خپل بیلجمي ملګري سره چې فوټو ژورنالیست دی افغانستان ته د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه رپوټونو چمتو کولو په خاطر ورغلې وه.

هغه له خپل ملګري سره بیلجیم ته تللې وه خو هلته له څو اونیو تېرولو وروسته ځکه له طالبانو نه د مرستې غوښتنه وکړه چې تر ډېرې مودې پورې د ویزې نه لرلو له امله بیلجم کې نه شوه پاتې کېدای.

چارلېټ بېلز وايي له طالبانو نه یې غوښتنه کړې وه چې آیا کولای شي بېرته افغانستان ته ستنه شي؟

هغه وايي ''طالب چارواکو زما دې غوښتنې ته مثبت ځواب راکړ او راته یې وویل چې کولای شم بېرته افغانستان ته ستنه شم او که له کومې ستونزې سره مخامخه شوم نو هغوی ته احوال ورکړم.