پاکستان له خپلې لارې افغانستان ته د هند مرستو ته شرطونه کېښودل

Nov 30, 2021 - 18:39
 9
پاکستان له خپلې لارې افغانستان ته د هند مرستو ته شرطونه کېښودل

تاند(سې شنبه، د عقرب ۱۰مه) پاکستان افغانستان ته د خپلې خاورې له لارې د هند د بشري مرستو د تېرېدو لپاره یو لړ نوي شرطونه ایښي دي.

هند غواړي چې افغانستان ته ۵۰ زره ټنه غنم او همداراز درمل واستوي. پاکستان له یوه اوږده ځنډه وروسته ومنله چې د دغه هیواد له خاورې دې افغانستان ته د هند بشري مرسته ورسول شي خو اوس پاکستان د شرطونو یو اوږد لیست هند ته سپارلی دی.

د دواړو خواوو چارواکي د پاکستان پر شرطونو خبرې کوي.

هندي سرچینو انډیاټوډې ورځپاڼې ته ویلي چې د پاکستان په شرطونو کې دوه یې د هند لپاره د اندېښنې وړ دي.

د پاکستان یو شرط دا دی چې د هند ټوله مرسته به له واګې بندره تر کابل پورې پاکستانۍ لارۍ وړي او کرایه به یې ورکول کېږي خو هند وايي چې هندي لارۍ دې یې تر افغانستانه ورسوي او که پاکستان له دې سر ه موافق نه وي بیا دې د افغانستان لارۍ دې، چې هسې هم تر واګې بندره راځي، د هند مرسته خپلې خاورې ته ورسوي.

خو پاکستان تر دې دمه په دې ټینګار کوي چې پاکستاني لارۍ به د هند مرسته افغانستان ته رسوي.

پر دې سربېره پاکستان د هند د مرستې د لېږدېدو لپاره حق العبور غواړي خو هند وايي چې د بشري مرستو په خاطر هیڅ هیواد حق العبور نه غواړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ (چهارشنبه د نوومبر ۲۴) ویلي و چې «له افغانانو سره د ښه نیت په نښه د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې د هند ۵۰ زره ټنه غنمو او نورو مرستو ته اجازه ورکړي چې د واګې د بندر له لارې په استثنايي ډول د بشري خواخوږۍ په خاطر د پاکستان له خاورې افغانستان ته ولېږدول شي.»

هند د اکتوبر په ۷ مه نېټه افغانستان ته د ۵۰ زره ټنه غنمو مرستې وړاندیز کړی و خو پاکستان د نوومبر په ۲۴ ومنله چې اجازه ورکوي چې له خاورې یې دا مرسته افغانستان ته تېره شي.

په افغانستان کې تر نیمايي ډېر خلک له جدي لوږې سره مخامخ دي او وېره ده چې ډېر شمېر افغانان، په تېره بیا ماشومان به په ژمي کې له خوارځواکۍ ومري.