د اېم ای-۶ مشر: د کابل سقوط 'استخباراتي ناکامي' نه وه؛ خو تمه نه کېده چې طالبان به دومره ژر واک ونیسي

د بریتانیا د بهرنیو استخباراتو ادارې (اېم ای -۶) مشر ریچرډ مور وايي، پر افغان پلازمېنه د طالبانو د واکمنېدو لامل استخباراتي ناکامي نه وه، خو په کومه چټکۍ چې دا ډله پر افغانستان واکمنه شوه، د ټولو لپاره حیرانوونکې وه.
نوموړی لومړی ځل په ژوندۍ بڼه له بي بي سي سره یوه ځانګړې مرکه کې پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو په ګډون د ګڼ شمېر موضوعاتو په هکله غږېدلی دی.
رېچرډ مور ومنله چې تېر دوبی په افغانستان کې د طالبانو پرمختګونو په هکله ارزونې تر ډېره ناسمې وې، خو هغه ادعاوې یې رد کړې، چې ګواکې کابل د استخباراتو ناکامۍ له کبله د طالبانو لاس ته ولوېد.
ښاغلي مور زیاته کړه: "رښتیا خو دا دي چې که موږ د طالبانو د مشرتابه شورا ټول غړي هم د جاسوسانو په توګه استخدام کړي وای، بیا به هم دومره ژر به مو د کابل سقوط وړاندوینه نه وای شوې، ځکه پخپله طالبانو هم داسې اټکل نه کاوه".
د بریتانیا د بهرنیو استخباراتو مشر زیاتوي، دی اندېښمن دی چې د سخت دریځو ډلو لپاره به د طالبانو بریا د (مورال لوړېدو) لامل شي، او همدا راز په بیجنګ، تهران او مسکو کې ناست واکمنان به هم افغانستان کې د لویدیځو هېوادونو پر ناکامۍ خوشحاله وي.
یاده دې وي چې دا لومړی ځل دی چې د (اېم ای-۶) یو برحاله مشر د خپلې څېر او غږ په ښودلو سره د رسنیو پر وړاندې را څرګندېږي او پر ګڼو موضوعاتو خبرې کوي.
ښاغلي مور چې د (سي) په مستعار نوم یادېږي، د بي بي سي راډیو-۴ خپرونې سره مرکه کې وویل، په عصري دیموکراسۍ کې د ده د فعالیتونو په هکله ښکاره خبرې کول مهم دي.
یاده دې وي چې افغان طالبانو تېره اګست میاشت کې پر افغان پلازمېنه په داسې حال کې قبضه وکړه چې لا هم یو شمېر امریکایي او نور بهرني پوځیان په افغانستان کې موجود وو.
له دې وړاندې د امریکایي پوځ چارواکو منلې وه چې د کابل سقوط او د طالبانو بیا واکمنېدل د امریکا لپاره یوه 'ستراتیژیکه ناکامي' وه.
امریکا د اګست پر وروستۍ نېټه خپل وروستي پوځیان هم له افغانستان و ایستل او اعلان یې وکړ چې له دې وروسته به قطر کې له خپلې پوځي اډې افغانستان کې امنیتي وضعیت څاري او استخباراتي څار به کوي.