د اوکرایني او روسي ځواکونو ترمنځ د سختو جګړو راپورونه خپاره سوي.

Nov 7, 2022 - 10:48
 3
د اوکرایني او روسي ځواکونو ترمنځ د سختو جګړو راپورونه خپاره سوي.

په اوکراین کې د جبهې په څو لومړیو کرښو کې د اوکرایني او روسي ځواکونو ترمنځ د سختو جګړو راپورونه ورکول کېږي.

د اوکراین او روسیې چارواکو وویل چې د دواړو هېوادونو ځواکونو د جبهې په څو کرښو کې د توپونو په ګډون پر یو بل د درنو وسلو ډزې کړي دي.

د اوکراین پوځ ویلي چې ځواکونو یې د لوهانسک او دونیڅک سیمو په ختیځو برخو کې د روسي ځواکونو حملې په شا تمبولي دي.

پوځ دغه راز ادعا کړې چې د هوایي مدافعې ځواکونو یې د ایران او روسیې څو بې پیلوټه الوتکې او دوه کروز میزایل رانسکور کړي دي.

دغه ادعا سمدستي نه ده تایید سوې.

روسي ځواکونو د اوکراین پربنسټیزو او ملکي تاسیساتو د بریدونو لپاره په ایران کې له جوړو سویو بې پیلوټه الوتکو یا ډرون څخه کار اخیستی دی.

د دغو بریدونو په ترڅ کې د پلازمېنې کییف په ګډون په ډېرو ښارونو کې برښنا او اوبه قطع سوي دي.

د اوکراین د برښنا ملي ادارې د شنبې په ورځ وویل چې په کییف او اووو نورو سیمو کې به د برښنا پارچاوي زیاته شي ځکه د دې هېواد د برښنا د تولید تاسیسات د روسیې په هوایي بریدونو کې ډېر زیانمن سوي دي.

د اوکراین په خیرسون سیمه کې چې د روسي او اوکرایني ځواکونو ترمنځ د جګړې یو ډګر دی.

د روسیې خوا ګومارل شوي چارواکي د خلکو ایستلو ته دوام ورکوي.

روسي چارواکي، خلک او ځواکونه د نیپرد سیند بلې غاړې ته لېږدوي. د روسیې پوځ وویل چې د ورځې له پنځو زره زیات ولسي وګړي د سیند ختیځې غاړې ته لېږدول کېږي.

د دې سیمې په جنوبي برخه کې اوکرایني ځواکونو له څو اونیو راهیسې یرغلیز عملیات مخته وړي چې اوس هم ورو مخته ځي.

دغه ځواکونه دې ته نږدې شوي چې د دنیپرپرسیند د خیرسون بندري ښارګوټۍ چې روسیې په تېره فبرورۍ میاشت کې پر اوکراین د یرغل په لومړیو کې نیولی، بېرته ونیسي.

سکون راډیو