د بایډن حکومت افغانستان کې "د ترهګرۍ ضد ځواکونو پاتېدل ارزوي"

Mar 25, 2021 - 18:46
 26

د بایډن حکومت افغانستان کې "د ترهګرۍ ضد ځواکونو پاتېدل ارزوي"

بی بی سی 
امریکا

د امریکا د کانګرس یو مخکښ غړی وايي، د دغه هېواد حکومت افغانستان کې د روان میلادي کال تر مۍ میاشتې وروسته د امریکايي ځواکونو پاتېدل ارزوي.

د طالبانو او امریکا د دوحې تړون له مخې ټاکلې ده د راتلونکې مۍ تر لومړۍ نېټې ټول امریکايي ځواکونه باید له افغانستان ووځي.

خو د امریکا ولسي جرګه یا استازو مجلس کې د وسلوالو ځواکونو کمېټې مشر ادم سمېت د "فارن پالیسي" په نوم رسنۍ ناستې ته له لرې وینا کې ویل، د جو بایډن حکومت له طالبانو سره د دوحې تړون له مخې له افغانستان د ځواکونو وتلو نېټې په هکله پرېکړه نه ده کړې.

د هغه په خبره، د جو بایډن حکومت افغانستان کې له داعش سره د مقابلې لپاره د ترهګرۍ ضد ځواکونو د پاتېدلو لپاره له طالبانو سره تړون ته رسېدل ارزوي.

نوموړي دا هم وویل، چې د جو بایډن حکومت د ملي امنیت سلاکار جېک سالېون او دفاع وزیر لویډ استین سره یې له افغانستان د ځواکونو د اېستلو په هکله خبرې کړې دي.

ښاغلي بایډن اونۍ مخکې وویل، له افغانستان به په ټاکلې نېټه د ځواکونو اېستل "ډېر سخت" وي.

د رویټرز خپري اژانس رپوټ له مخې ښاغلي سمېت وايي: "فکر کوم، عمومي احساس دا دی چې د مۍ اوله له لوجستیک پلوه ډېره ژر ده... نږدې ۳۵۰۰ سرتېري افغانستان کې لرو. زموږ ملګري نږدې ۷۰۰۰ سرتېري لري. "

هغه زیاته کړه: "له لس زرو ډېر سرتېري په شپږو اونیو کې اېستلی نه شو. د بایډن حکومت لومړۍ درجه دنده هم تر لږ ډېر وخت لپاره د امریکا په قومنده د ځواکونو پاتېدلو په هکله خبرې دي. "