د سپین‌بولدک-چمن لار د مسافرو پرمخ پرانیستل سوه

Feb 27, 2022 - 18:13
 21
د سپین‌بولدک-چمن لار د مسافرو پرمخ پرانیستل سوه

د کندهار سپین بولدک- چمن لاره چې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د تېرې اوونۍ له نښتې وروسته بنده شوه، بېرته خلاصه شوې.

په کندهار کې د والي ویاند محمود عزام ازادي راډیو ته وویل چې دغه لاره د کندهار د چارواکو او له چمنه ورغلي د پاکستاني پلاوي ترمنځ د خبرو په نتیجه کې سر له نن څخه د مسافرو او سوداګرۍ پرمخ بېرته پرانېستل شوې.

د پاکستان د سرحدي ملېشو ویاند هم فرانس پرېس اژانس ته تایید کړې چې دغه لاره د ټولو خلکو او ټرافیکو پرمخ بېرته خلاصه شوې ده.

دغه لار د تېرې پنجشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له وسله والې نښتې وروسته چې لږ تر لږه درې تنه په کې ووژل شول، تړل شوې وه.