د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وايي، «اسلامي امارت» په هیواد کې د عصري علومو پرمختګ ته هم ژمن دی.

ندا محمد ندیم پخپل تازه ویډیويي پيغام کې ویلي چې افغانستان د عصري علومو په ټولو برخو کې باید خودکفا سي.
هغه زیاته کړې: "اوس د دښمن لخوا تریبږو... چې موږ د افغانانو حقوقو ته ژمن نه یو،یا موږ د تعلیم ضد یو له تعلیم سره ټکر کې یو... یا د چا به داسې برداشت وي چې اسلامي امارت په بهانو سره غواړي چې په علمي ډګر کې ضعف راولي، بیخي داسي نه ده."
نوموړي زیاته کړې چې افغانستان د ټولنې د اړتیا پوره کولو لپاره ډاکترانو، انجینیرانو، پیلوټانو ته اړتیا لري او په خبره یې د دې لپاره چې افغان ناروغان بهرنیو هیوادونو ته مجبوره نشي، باید افغانستان پر خپل ځان خودکفا سي.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست پر داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې په دغه هیواد کې د نجونو پر مخ د لوړو زده کړو او ښوونځیو دروازې تړلي دي.
د نجونو پر زده کړو د ا.ا.ا د بندیز پرېکړه په پراخه کچه غندل سوې او له هغوی څخه غوښتي چې خپل پرېکړه بیرته واخلي.
سکون راډیو