د لښکرګاه ښار مختار کمپ سیمه کي یو بشپړ روغتیایی مرکز جوړ او ګټې اخیستني ته وسپارل سوو.

د لښکرګاه ښار مختار کمپ سیمه کي یو بشپړ روغتیایی مرکز جوړ او ګټې اخیستني ته وسپارل سوو.
دا د هلمند مرکز لښکرګاه ښار په یوه څنډه کي تازه جوړ سوي بشپړ روغتیایی مرکز دی چي ددې سیمي اوسیدونکو لپاره به بشپړ روغتیایی خدمات وړاندي کوي.
دا روغتیایی مرکز چي د ګډوالي د نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د شاوخوا شل میلونو افغاني په لکښت جوړ سوي دی، نن د یو لړ مراسیمو په ترڅ کي ګټي اخیستني ته وسپارل سول.
د هلمند ولایت د عامي روغتیا ریاست مسولین وایی چي دا روغتیایی مزکز د پنځه شپیه زره کورني لپاره جوړ سوي دی چي ۲۴ ساعته به خدمات وړاندي کوي.
ددې سیمي یو شمیر اوسیدونکو سکون سره د خبرو پر مهال وویل چي ډیر خوښه دي چي د روغتیا په برخه کي تر یو بریده ستونزو ته رسیدنه سوي دوی له حکومت او روغتیایی بنسټونو څخه غوښتنه کوي چي د دوی سیمي ته باید لا نور پاملرنه هم وسي او دا تازه جوړ سوی یو روغتیایی مرکز یې بسنه نکوي.
هلمند مرکز لښکرګاه ښار په مختار کمپ سیمه کي د داخلي بي ځایه سویو خلکو لپاره داسي مهال د ګډوالۍ د نړیوال سازمان په مالي ملاتړ یو بشپړ روغتیایی مرکز جوړ او ګټي اخیستني ته وسپارل چي د هلمند په لیریو پرتو سیمو کي خلکو د روغتیایی خدماتو له کموالي شکایتونه کوي.
حافظ احمد نصرت
سکون راډیو