د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره کتلي دي.

Feb 20, 2023 - 18:51
 9
د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره کتلي دي.

د ښاغلي کرزي په ټوېټر پاڼه لیکل سوي چې په دغې لیدنه کې دواړو لوریو، د افغانستان او سیمې پر حالاتو د خبرو سربېره، په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د ملي بحث (ډيالوګ) پر اړتیا او د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستو ټينګار کړی دی.

سکون راډیو