د پاکستان د برېښنا ملي شبکه کې خرابي؛ د ټولو سترو ښارونو برېښنا پرچاو سوې
پاکستان کې د انرژۍ وزارت وايي چې د دغه هېواد د برېښنا ملي شبکه کې دوشنبه سهار د خرابي له کبله د پراخې کچې پرچاوي راغلې.
رپوټونو کې ویل سوی چې په دې لړ کې د کراچۍ، اسلام اباد، لارهور او پېښور په ګډون پر ټولو سترو ښارونو برېښنا پرې ده.
د پاکستان د انرژۍ وزیر خرم دستګر ویلي دا خرابي د دغه هېواد سویل کې د برېښنا شبکې فریکانسۍ کې د بدلون له کبله رامنځته سوې.
خو هغه زیاته کړې چې دا کوم ستر کړکېچ نه دی او ستونزه به ژر هواره سي.
د پاکستان انرژۍ وزارت یوه اعلامیه کې ویلي چې د برېښنا ملي شبکه به ځايي وخت د سهار شاوخوا ۷ نیمې بجې د فریکانسۍ له کمښت سره مخه سوه او دې پراخه خرابي رامنځته کړه.
اعلامیه کې زیاته سوې چې د سیستم بېرته فعالولو لپاره 'چټکې هڅې' روانې دي.
ښاغلي دستګیر ځايي جیو نیوز تلویزیون ته ویلي د هېواد بېلابېلو برخو کې ځینې برېښنا کوټونه وار له مخه بېرته فعال سوي او ۱۲ ساعتونو کې به ټوله برېښنا بېرته وتړل سي.
هغه وویل "ژمي کې د هېواد په کچه د برېښنا تقاضا کمېږي. همدې ته په کتو موږ د یوه اقتصادي ګام په توګه د شپې له مخې خپل د برېښنا د تولید سیستمونه په لنډمهاله توګه پرچاوو. "
هغه زیاته کړې چې کله سهار مهال د بریښنا د تولید دا سیستمونه بېرته ولګول سول، نو د پاکستان سویل کې د "دادو او جام شورو ترمنځ یوه سیمه کې په فریکانسۍ کې د بدلون او ولټاج کې خرابی وکتل سو او ورپسې د برېښنا د تولید واحدونه یو په بل پسې مړه سول.
د پاکستان حکومت د روانې میاشتې پیل کې امر کړی و چې د بریښنا د لګښت کمولو لپاره دې سوداګریز بازارونه او هټۍ وخته تړل کېږي.
پاکستان له شدید اقتصادي کړکېچ او د بهرنیو اسعارو د زېرمو له جدي کمښت سره مخ دی.
د دغه هېواد ډېری برېښنا کوټونه په وارداتي فوسیلي سونتوکو چلېږي.
تېر کال ټوله نړۍ کې د انرژۍ بیې لوړه سوې او دغه کار پر پاکستان فشار لا ډېر کړ.