د کابل امنیه قومانداني وايي، پولیسو يې له غلو څخه يوولس لکه افغانۍ، اته زره امریکایي ډالر او ۱۹۵ميليونه تومن نيولي.

د کابل امنیه قومانداني وايي، پولیسو يې له غلو څخه يوولس لکه افغانۍ، اته زره امریکایي ډالر او ۱۹۵ميليونه تومن نيولي.
د کابل امنيه قوماندانۍ مسؤلین وايي، د ۱۸مې حوزې پوليسو د ښاري گزمې پرمهال له هغه غلو سره مخ سول چې له دوو صرافانو څخه يې يادې سوې پيسې غلا کړې وي.
دوی زیاتوي، ياد غله له ګڼې ګوڼې څخه په استفادې په تېښته بريالي سو؛ مګر پیسې ترې پولیسو نیولي او خپلو مالکانو ته یې وسپارلې.
سکون راډیو