لښکرګاه ښاروالۍ د ښار په جادو کي شپني څراغونه نصب کړه.

Dec 4, 2021 - 09:17
 4
لښکرګاه ښاروالۍ د ښار په جادو کي شپني څراغونه نصب کړه.
لښکرګاه ښاروالۍ د ښار په جادو کي شپني څراغونه نصب کړه.

دهلمند مرکز لښکرګاه ښار د ښآروالۍ مسئولین وايي : دا شپني څراغونه به د ښآر ټولو واټونو ته رڼا ورکوي. دلښکرګاه ښاروالۍ دمطبوعاتو مسول محمد طاهر ابشار وايي چي په نصب سوو څراغونو سره په ښار کي دشپې له پلوه هټیوال او پلي لارو تلونکي کسان استفاده کوي.

دی وایي پلان لري چي دښار ټول واټونه په سولري برېښنا سره دشپې له پلوه روښانه وساتي چي داچاره به دښآر په ښکلا کې دپام وړاغېزه وکړي.

بل خوا بیا عام ښاریان دښاروالۍ وروستي پروګرامونه دښاري نظم خوندیتوب او ښکلا ًپه برخه کي اغېزمن بولي. دوی وايي چي په نصب سوو برېښنايي څراغونو سره په ښآر کې له یوې خوا رڼا خوره وره وي او له بلي خوا به دغلاوو او جنايي پېښو مخنیوی سوی وي.

ديادوني وړده چي وروستیو کي لښکرګاه ښاروالۍ دبیارغوني پروژو ترڅنګ دښاري نظم او امن کمپاینونه پیل کړي دي. دې واټونو کې هغه ترافیکي خنډونه او بې نظمۍ لېري ښکاري چی دکلونو کلونو راهیسي پرتې وې.