د کابل‌-جلال اباد لار وتړل سوه

Jan 22, 2022 - 11:18
 5
د کابل‌-جلال اباد لار وتړل سوه

په ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي د کابل- جلال اباد د لویې لارې د بندېدو خبر ورکوي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حافظ عبدالبصیر زابلي تېر ماښام رسنیو ته وویل، د څو ورځو مخکې په څېر د سروبي ولسوالۍ په ورېښمين تنګي سیمه کې د غره د ښوییدو خطر و، نو ځکه دوی دا لاره بنده کړه.

زابلی وايي: "د دې امکان سته چې غر بیا راوښویېږي نو ځکه مو خلکو، موټر چلوونکو او د لویې لارې مسافرو ته خبر ورکړ چې تاسو انتظار سئ ترڅو مشکل حل سي او له هغه وروسته به اجازه درکړو چې پر دې لاره تګ راتګ وکړئ."

ښاغلي زابلي زیاته کړه چې د کابل، جلال آباد او لغمان د لویو لارو په دروازو کې هم کسان ګومارل سوي دي چې د لویې لارې د جوړېدو تر وخته پر دې لاره د موټرو تګ راتګ ته اجازه ورنه کړي.

د وریښمین تنګي د سورۍ تیږې په سیمه کې څو ورځې مخکې هم غر وښویید چې یو موټر یې لاندې کړ او پنځه کسان یې ووژل.