‏د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزير په کابل کې د ایران له سفیر سره د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کړې دي

Mar 26, 2023 - 21:50
 1
سرچينې وايي، ‏د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزير په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قمي سره د لېدنې پر مهال په‌دې هېواد کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کړې دي.
‏په خبرپاڼه کې زیاته سوې، سرپرست وزير په ایران کې له مېشتو افغان کډوالو سره د ښه چلند، د حج د مراسمو پر مهال د افغانانو د تګ-راتګ، د کډوالو چارو وزارت له اتشې سره د همکاريو او په بېلابېلو پېښو کې د وژل سویو افغانانو د جسدونو د لېږد په برخه کې د همکاريو غوښتنه کړې ده.
سکون راډیو