روغتیا وزارت: افغانستان کې هرکال ۱۲ زره کسان د نري رنځ له امله مړه کیږي

May 22, 2023 - 23:33
 8
روغتیا وزارت: افغانستان کې هرکال ۱۲ زره کسان د نري رنځ له امله مړه کیږي

د عامې روغتیا وزارت: افغانستان کې هرکال ۱۲ زره کسان د نري رنځ له امله مړه کیږي.

عامې روغتیا وزارت د نري رنځ د مخنیوي نړیواله ورځ نن په کابل کې په یوه غونډه کې ونمانځله. د مارچ ۲۴ مه په نړۍ کې د نري رنځ د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي، خو په افغانستان کې دا ورځ نږدې دوه میاشتې وروسته ونمانځل سوه.

د عامې روغتیا وزارت د اعلامیې له مخې ددغه وزارت د پلان او پالیسۍ معین ویلي، چې تیرکال په افغانستان کې د نري رنځ ۷۶ زره پیښې او هم د درملو پر وړاندې د مقاومت ۴۸۰۰ پېښې ثبت سوې وې. نوموړي وویل، چې د نري رنځ ناروغي یوه ساري ناروغي ده او په لسو هغو ناروغیو کې شامله ده، چې په نړۍ کې د خلکو ژوند اخلي.

 سکون راډیو