تېر کال د ناچاوده توکو له امله ۷۰۰ افغان ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

May 22, 2023 - 20:38
 2
تېر کال د ناچاوده توکو له امله ۷۰۰ افغان ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېر کال د ناچاوده توکو له امله ۷۰۰ افغان ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وایي، تېر ۲۰۲۲ کال په افغانستان کې په ماین چاودنو، له جګړې پاتې د ناچاوده وسیلو او په کور کې د جوړو سویو چاودېدونکو وسیلو په چاودنو کې له اوه سوه زیات ماشومان وژل سوي یا ټپیان سوي دي.

اوچا دا خبره نن په یوه ټویټ کې کړې او ویلي یې دي چې دا په ورځ کې په متوسط ډول دوه ماشومان دي چې په افغانستان کې د چاودنو قرباني کېږي. د ملکیانو د خوندیتوب اړوند مسایلو په اړه به نن د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه سرخلاصي غونډه کې هم بحثونه وسي.

سکون راډیو