زابل ولایت کې يوشمېر ښځینه زده کړیالانو د يوې غونډې په ترڅ کې حجاب د مېرمنو زینت یاد کړ .

May 19, 2022 - 18:10
May 19, 2022 - 18:27
 3
زابل ولایت کې يوشمېر ښځینه زده کړیالانو د يوې غونډې په ترڅ کې حجاب د مېرمنو زینت یاد کړ .
یاده غونډه نن د زابل میرویس خان نیکه په لوړو زده کړو موسیسه کې د زابلي ښځینه زده کړیالانو له لوري ترتیب سوې وه چې پر مهال يې په سلګونو مرمینو حضور در لود.
د غونډې پر مهال دغو میرمنو د ا.اا شیخ هبة الله اخندزاده د اسلامي حجاب په اړه د صادر سوي فرمان څخه خپل ملاتړ اعلان کړ، او حجاب يې د ښځې لپاره زینت،پاکي او حیاء یاد کړ.
غونډي ته یو شمېر ښځینه زده کړیالانو په خپلو خبرو کي وویل حجاب حیاء، د ښو اخلاقو په معنا یاد کړ او نه مراعتول یې فساد وګاڼه.
د دوی په ټکو حجاب میرمنو ته لوړ مقام او سکون وربرخه کوي، او ویې ویل کومې میرمنې چې حجاب مراعاتوي هغوی دي خپل په دغه اسلامي کړنه ویاړ وکړي، ځکه حجاب د ښځې لپاره یوه حقیقي ښکلا ده.
د غوڼډي وروستۍ برخه کي یادو ښځینه ګډونوالو له نړیوالو مدافعینو څخه غوښتنه وکړه چې الهي احکامو او افغاني دود ته پوره احترام ولري، همداراز د غونډې په پاي کې یو شمیر میرمنو ته حجابونه او د حجاب په اړه کتابونه د ډالۍ په توګه ورکړل سول.