لوګر کې د بهرنيو اسعارو پر راکړې ورکړې بنديز ولګېد

Dec 18, 2021 - 15:00
 5
لوګر کې د بهرنيو اسعارو پر راکړې ورکړې بنديز ولګېد

په لوګر ولايت کې د بهرنيو اسعارو پر راکړې ورکړې بنديز ولګېد. د دې ولايت مقام په خپل فيسبوکپاڼه ليکلي چې سر له نن شنبې (د لیندۍ په ۲۷مه) ورځې ټولې هټۍ او مارکيټونه به په افغانیو راکړه ورکړه کوي.

د دې ولايت د چارواکو په وينا، که له دې وروسته هټیوال راکړه ورکړه په بهرنيو اسعارو وکړي له پېژندنې وروسته به له جدي قانوني چلند سره مخ سي.

له دې وړاندې طالب چارواکو په ټول افغانستان کې په بهرنيو اسعارو راکړه-ورکړه ملي خيانت ياد کړی او ویلي چې د ترسره کوونکو سره به د‌ ملي خاين په توګه چلند وکړي.

دا اقدامات وروسته تر هغې کېږي چې دې وروستیو کې په افغانستان کې د ډالرو بیه د افغانیو پر وړاندې په بې ساري ډول پورته سوه.

طالب چارواکي، د ډالرو د بیې، د پورته کېدو یو لامل په دغه هېواد کې په بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د افغانیو پرخای په ډالرو راکړه ورکړه ګڼي.