ننګرهار کې ډیورند فرضي کرښې ته نېږدې طالبانو ته د تیارسئ امر سوی

Dec 21, 2021 - 19:06
 14
ننګرهار کې ډیورند فرضي کرښې ته نېږدې طالبانو ته د تیارسئ امر سوی

د ننګرهار چارواکو د دغه ولایت په لعلپورې ولسوالۍ کې ډیورند فرضي کرښې ته نېږدې د خپلو ځواکونو د تیارسئ خبر ورکوي.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر تازه په دې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې افغان ځواکونو پر ډېورنډ کرښه د پاکستانیو ځواکونو د تازه جوړېدونکو تاسيساتو د مخنیوي ترڅنګ، د پاکستاني لوري له خوا غځول سوی اغزن تار هم ټول کړ او له ځانه سره وړی دی.

په خبرپاڼه کې چې رسنیوته استول سوې راغلي چې د ختيځ زون تنظیمه رئيس او د ننګرهار والي مولوي محمد داوود مزمل او د ولايت مرستيال د يو شمېر نظامي مسئولينو په ملتيا له سيمې ليدنه کړې او دغلته یې خپلو ځواکونو ته د هر راز ملاتړ او چمتووالي ډاډ ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ناوخته په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر ویډیوګانې لاس په لاس کېدې چې په کې یو ځایي طالب مشر د لعلپورې ولسوالۍ په صفري نقطه کې د یوې پاکستانۍ پوستې ساتونکو ته د دوی له خوا د تازه تاسیساتو د جوړولو پر سر خبرداری ورکوي او د فعالیتونو د درېدو غوښتنه ترې کوي.

په دغو ویډیوګانو کې پاکستاني لوري ته ويل سوي چې په سیمه کې پر فعالیتونو به یې غلي پاتې نه سي.