ملګرو ملتونو کې د افغانستان ماموریت څو میاشتې معاشونه نهدي اخیستي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ماموریت خبر ورکوي چې له څو میاشتې راهیسې یې معاشونه نه دي اخیستي.
په دې سازمان کې د افغانستان د ماموریت مسوول نصیر احمد فایق خبریالانو ته وویل: "له درې څلورو میاشتو ډېر وخت کېږي چې موږ د امتیازاتو له ترلاسه کولو پرته، ملي ګټو ته په پام سره او د هغې ژمنې له مخې چې خپلو خلکو ته یې لرو، خپل کار ته دوام ورکوو."
ښاغلي فایق ته تېره اوونۍ د غلام محمد اسحاقزی تر استعفی وروسته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ماموریت د مسوولیت چارې وسپارل سوي.
طالبانو د ښاغليو اسحاقزي او فایق پر دندو اعتراض کړی دی او له ملګرو ملتونو یې غوښتې دي چې د دوی استازی باید په دې سازمان کې د افغانستان استازیتوب وکړي، خو د ملګرو ملتونو یو سل او درې نوي کسیزې عمومي غونډې تېره میاشت پرېکړه وکړه چې د افغانستان د جمهوري نظام استازي دې خپل ماموریت ته ادامه ورکړي.