طالبان اړوند ادارو ته: د ورښتونو له امله زیانمنو ته مرستې ورسوئ

Jan 6, 2022 - 17:31
 5
طالبان اړوند ادارو ته: د ورښتونو له امله زیانمنو ته مرستې ورسوئ

د طالبانو له خوا ګومارل سوي له پېښو سره د مبارزې کمېسیون پرون چهارشنبه (د مرغومي ۱۵مه) ناوخته په خپله لومړنۍ غونډه کې چې مشري یې د رییس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخُند کوله، ټولو اړوندو وزارتونو او ادارو ته دنده وسپارل سوه چې د وروستیو ورښتونو له امله زیانمنو شوېو خلکو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د دغه کمېسیون مشر ملابرادر اخُند ټولو ارګانونو ته سپارښتنه وکړه چې په راتلونکي کې دې د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو پر مهال هېوادوالو ته د مرستو رسولو لپاره پوره چمتووالی ونیسي.

د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې وروستیو ورښتونو که له یوې خوا د وچکالۍ د کمولو لپاره د خلکو هیلې زیاتې کړي، په ډېرو سیمو کې یې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه هم رسولي دي.

د راپورونو له مخې په یو شمېر سیمو کې د لارو د تړل کېدو له امله خلک د خوراکي موادو له کمښت سره هم مخ سوي دي.